د مقاومت جبهه: د طالبانو حاکمیت به د ګاونډیو او د سیمې د هېوادونو لپاره ستر ګواښ جوړ کړي

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۵

د افغانستان د مقاومت جبهه وایي، چې د طالبانو د حاکمیت دوام به د ګاونډیانو په ګډون د سیمې د هېوادونو لپاره ستر ګواښ وي.
دغې جبهې ویلي؛ طالبانو د تکفیري مدرسو په جوړولو او په افغانستان کې ترهګرو ته په ځای ورکولو سره د هېواد راتلونکی او له ګاونډیو سره اړیکې له ستونزو سره مخ کړي دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د بې ګناه خلکو پروړاندې هېڅ ډول ظلم او جنایت درېغ کړی نه دی او ډېر کسان یې د حق غوښتنې په تور وژلي او یا هم زنداني کړي دي.
د افغانستان د مقاومت جبهې دغه راز زیاته کړې ده، چې د طالبانو ظلمونه او جنایتونه ددې لامل شوي، چې د ښځو د غورځنګونو په ګډون ډېر شمېر نظامي، سیاسي او مدني جریانونه په کور دننه او بهر کې د دې ډلې پر وړاندې رامنځته شي.
د دغې جبهې په اعلامیه کې راغلي: «طالبان په سترو او خطرناکو جنایتونو سره د ۲۰۲۱ کال د اکسټ په ۱۵مه د سیمې د استخباراتو په مرستې او دوحې د شرموونکي معاهدې پر بنسټ بیا ځلې په افغانستان واکمن شول.»
د افغانستان د مقاومت جبهه وایي؛ طالبان هغه کسان چې په تېر نظام کې یې دنده ترسره کوله (مباح الدم) ګڼي او له منځه یې وړي دي او د خلکو ځان او مال ددغې ډلې له امله خوندي نه دی.
دغې جبهې د طالبانو له لوري له زده کړو څخه د نجونو منع کولو ته په اشارې سره ویلي: «هغه کسان چې د طالبانو له نظر سره مخالف و په مرموز او مستقیمه توګه فزیکي حذف شوي دي.»
د اعلامیې له مخې، د طالبانو له خوا په پراخه کچه د بشري حقونو نقض او جنګي جنایتونه د بشري حقونو او نړۍوالو ادارو له لوري مستند شوي هم دي.
د افغانستان د مقاومت جبهې د افغانانو پر ناوړه اقتصادي وضعیت د اندېښنې په څرګندولو سره زیاته کړه، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته هغو زرګونو کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړې، چې د نړۍوالو ادارو له خوا ورته د کار زمینه برابره شوې وه.
یادې جبهې دا اعلامیه پر افغانستان د طالبانو د حکومت د درې کلنۍ په مناسبت خپره کړې او وایي، چې د طالبانو د ظلمونو او ناوړه چلند له امله زرګونه هېوادوال د وطن پرېښودو ته اړ شوي دي.
د یادولو ده، چې افغان سیاستوال، د تېر حکومت چارواکي او د بشري حقونو ملاتړي پر ټولو افغانانو غږ کوي، چې د بندو ښوونځيو، بندو پوهنتونونو،‌ اقتصادي بندیزونو، استبداد، شکنجو، سانسور، فقر،‌ بېکارۍ، جبري کډواليو، نړۍوالې انزوا او په هېواد کې د هرې حاکمې بدمرغۍ پر خلاف خپل غږ پورته کړي.

نور خبرونه

رادیو