د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د ازبکستان د اقتصاد وزارت یو پلاوی او د اذربایجان د اقتصاد وزارت مرستیال کابل ته رسېدلي او د درېیو هیوادونو تر منځ د سوداګرۍ هڅو د پیاوړتیا لپاره د همغږۍ ناسته کوي.
دغه وزارت وايي، چې راتلوونکي اوونۍ به په کابل کې د ازبکستان د کورنیو تولیداتو نندارتون هم جوړ شي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن پنجشنبه د (زمري ۲۵مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د افغانستان، ازبکستان او اذربایجان د سوداګرۍ وزارتونه د دغو دریېو هیوادونو تر منځ د سوداګرۍ د لا غوړېدا په موخه د همغږۍ ناسته کوي چې په خبره یې دا مهال د دغو دواړو هیوادونو د اقتصاد وزارتونو پلاوي کابل ته رسیدلي دي.
دغه وزارت وايي، چې په دغې درې اړخیزه ناسته کې به د درې اړخیزو اړیکو او د ترانسپورټ او لوژستیک برخې پراختیا، د جیولوژیکي موندنو او جامدو کاني توکو او د افغانستان په شمال کې د سمنټو پروژې د پلي کېدو په تړاو خبرې وشي.
د طالبانو سوداګرۍ وزارت زیاتوي چې راتلونکې اوونۍ به د زمري میاشتې له (۲۸-۲۹مې) نېټې پورې په پلازمینې کابل کې د ازبکستان د کورنیو تولیداتو او محصولاتو دوه ورځنی نندارتون هم جوړ شي، چې موخه یې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ترانریټي اړیکو پراختیا ده.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د زمری په ۱۰مه ويلي و، چې تېر ۱۴۰۲ کال یې د افغانستان د سوداګرۍ کچه شاوخوا لس مېلیارډه ډالرو ته رسولې چې، د څه باندې اته مېلیارډه ډالرو په ارزښت یې واردات کړي او ۱.۸ مېلیارډه ډالرو په ارزښت یې هم له افغانستانه توکي صادر کړي دي.
دغه وزارت وايي، په وروستي یوه کال کې روسیې ته د افغانستان د صادراتو کچه ۵۴، ترکیې ته ۵۳، ایران ته ۱۹، چین ته ۱۶ او قزاقستان ته ۲،۵ سلنه زیاته شوې ده.
د طالبانو سوداګرۍ وزارت داسې مهال د سوداګرۍ په برخه کې د لاسته راوړنو خبره کوي، چې لا هم له پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو سره ډېری وخت افغان سوداګر د ستونزو په اړه شکایتونه کوي.