سرچېنې: د هرات ولایت ګمرک کې د اورلګېدنې له امله افغان سوداګرو ته ملیونونه ډالر زیان اوښتی

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۵

په هرات کې باوري سرچېنو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې دغه اور پرون غرمه شاوخوا دوه بجې لګېدلی او د شپې په دوولس نیمو بجو مهار شوی دی.

دغې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط وویل، چې د دغې اور لګېدنې له امله د ګمرک دوه ستر هنګرونه او د هغې شاوخوا ټول پراته سوداګریز مالونه په اور کې سوځېدلي او تر دېرشو زیاتو موټرو هم اور اخیستی دی.
دغې سرچینې دا هم وویل، په سوځېدلو توکو کې د زرګونه ټنه تېلو د سوځېدلو تر څنګ ګڼ ماشین الات، سوداګریز توکي او له دېرشو زیات موټر سوځېدلي دي.
په هرات کې طالب چارواکو د دغه اور لامل «تخنیکي ستونزې» بللې وې؛ خو په اړه یې زیات جزییات نه و ورکړي.
د هرات د ګمرک مرستیال عصمت‌الله یاسر د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس ته ویلي و، چې د دوی د ارزونو له مخې د یوې تخنیکي ستونرې له امله دغه اور لګېدلی و.
درې کاله وړاندې هم د هرات په اسلام کلا ګمرک کې د اور لګېدنې له امله مېلیونونه ډالر افغان سوداګرو ته زیان اوښتی و.

نور خبرونه

رادیو