طالبانو له ازبکستان او اذربایجان تر منځ د سوداګرۍ درې اړخیزه غونډه کړې ده

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۵

دغه درې اړخیزه غونډه د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په کوربه توب، د ازبکستان د صنعت سوداګرۍ او پانګونۍ وزیر لزیز قدرتوف او اذربایجان د اقتصاد وزارت مرستیال مامدوف په ګډون جوړه شوه.

د ازبکستان د صنعت او سوداګرۍ د وزیر په مشرۍ د ازبکستان لوړ پوړی پلاوی کابل ته د طالبانو په بلنه تللی دی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پنجشنبې په ورځ ( د زمري ۲۵مه) پر اېکس پاڼې لیکلي: «په دې غونډه کې د درې اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د ټرانسپورټ او لوژستیکي سکټور د درې اړخیزې پراختیا، په افغانستان کې د جامدو معدني موادو د جیولوژیکي اکتشافاتو ترسره کول، په هغو سیمو کې چې د معدني موادو لوی ظرفیت شته او د هایدرو کاربن ساحو د اکتشاف ترسره کول، او د افغانستان په شمال کې په کال کې د یو میلیون ټنو په ظرفیت د سمنټو د تولید د پروژې د تطبیق په اړه به خبرې وشوې.»
همدا راز د ازبکستان پلاوی به د افغانستان نړۍوال نندارتون مرکز کې دددغه هېواد د تولیداتو او محصولاتو نندارتون پرانیستلو او دوه اړخیزو ناستو لپاره د سوداګریز اړیکو کنفرانس کې ګډون وکړي.

نور خبرونه

رادیو