د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره ورځ یې یو کس د نشهیي ګولیو (ټابلېټ کا) او الکولي څښاک د خرڅلاو په تور د خلکو د سترګو په وړاندې په دورو وهلی دی.
د طالبانو د سترې محکمې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تېره ورځ یې د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار په ورزشي لوبغالي کې د سلګونو خلکو د سترګو په وړاندې یو کس ته تعزیري سزا ورکړه.
په خبرپاڼه کې د یاد کس د پېژندګلوي په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي خو ویل شوي، چې پر نوموړي د نشهيي توکو د خرڅلاو تور ثابت شوی او د شریعت سره سمه سزا ورکړل شوه.
د خبرپاڼې په حواله یاد کس د سلګونو خلکو د سترګو په وړاندې ۳۹ دورې وهل شوی دی.
طالبان په داسې حال کې په عام محضر کې خلکو ته بدني سزاوې ورکوي، چې څو ځله د نړۍوالو له لوري د دغې ډلې پر دغو کړنو توندې نیوکې شوې دي.
خو طالبانو تر دې مهاله له دغو کړنو لاس نه دی اخیستی او وايي، پر خلکو شریعت پلی کوي.