د ملي امنیت پخوانی رییس وایي، د افغانستان پرځېدو د بهرنیانو له ملاتړ پرته د یوه با ثباته نظام په جوړېدو کې د سیاسي مشرانو کمزوري وښوده.
رحمت الله نبیل په اېکس کې لیکلي: «د افغانستان د پرځېدو یو مهم درس دا دی چې د خلکو د باور ترلاسه کول او سیاسي مشروعیت تر نړیوالو مرستو مهم دي.»
سره له دې چې ښاغلی نبیل د طالبانو سرسخت مخالف دی، خو د تېر جمهوري نظام پر چارواکو هم نیوکه کوي او وايي «له مبارزې پرته له افغانستان ووتل او طالبان بیا واک ته ورسېدل.»
نوموړي تر دې وړاندې ویلي و، چې د تېر حکومت لوړپوړو چارواکو په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د تفاهم ضمایم پټ ساتلي وو.
رحمت الله نبیل له دغو نیوکو سره سره له ملګرو ملتونو هم غوښتي و، چې د طالبانو پر ځای د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو خوا ونیسي.
که څه هم پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدوخه درې کاله تېریږي، خو دغه ډله د بشري حقونو د نقضولو او ترهګرۍ ته د لمن وهلو په تور هېڅ یوه هېواد هم په رسمیت نه ده پېژندلې.
د بښنې د نړیوال سازمان په ګډون ډېری ادارې او هېوادونه پر طالبانو تور پورې کوي، چې د نړیوالو قوانینو خلاف له بشري حقونو په پر له پسې توګه سرغړوونې کوي.