د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد یوې ایراني رسنۍ ته ویلي، ښايي په افغانستان کې د داعش غړي ټول ټال د ۱۰۰ او ۲۰۰ تنو په شاوخوا کې وي.
ښاغلي مجاهد ویلي، دغه وسلهوال په لرو پرتو غرونو رغونو او هغو سیمو کې دي چې ورتګ ورته اسانه نه دی؛ خو هغه د دغې ډلې د بریدونو په اړه د توضیحاتو له ورکولو ډډه کړې.
ذبیحالله مجاهد د «ایراف» په نامه ایراني رسنۍ سره په مرکه کې چې د سه شنبې په ورځ د (زمري په ۲۳مه) خپره شوې ویلي:« ښايي د ۱۰۰ تر ۲۰۰ کسانو پورې د دغې ډلې وسلهوال په غرونو او یا هغو لرې پرتو سیمو کې وي، چې ورتګ ورته ګران دی؛ خو زموږ ځواکونه هغوی څاري او هغوی نه شي کولای موږ ته ګواښ پېښ کړي.»
طالب ویاند داسې مهال په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو د مخنیوي په اړه خبرې کوي، چې د داعش خراسان څانګې د کابل په لویدیځه سیمه دشت برچي کې د یکشنبې د ورځې د زمري ۲۱مې د برید پړه په غاړه واخیسته.
په هغه خبرپاڼه کې چې داعش د اعماق په ویب پاڼه خپره کړې وه، راغلي چې په هغه برید کې یې «شیعیه مذهبي» په نښه کړي وو چې له امله یې «شاوخوا ۱۳ تنه وژل شوي او ټپیان شوي وو.»
له دې وړاندې هم داعش ډلې په کابل او نورو ولایتونو کې د ځینو بریدونو پړه منلې وه.
تېره اوونۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د ملګرو ملتونو مرستیال ولادیمیر ورونکوف د امنیت شورا ته په ورکړل شوي راپور کې ویلي و، چې په تېرو شپږو میاشتو کې «د داعش خراسان ډلې مالي او لوژیستیکي» ځواکمنتیا زیاته شوې او دغه ډله هڅه کوي خپلې لیکې نورې هم پیاوړې کړي.
خو ښاغلي مجاهد یې په غبرګون کې ویلي و، چې دا هسې تش «تبلیغات» دي.