د طالبانو ټولګټو چارو وزارت وایي، په تېر۱۴۰۲ لمریز کال کې یې د پټلۍ له لارې څلور اعشاریه یو میلیون متریک ټنه توکي لېږدولي دي.
دغه وزارت نن په خپل اېکس کې لیکلي چې دا انتقالات له حیرتان، تورغونډۍ، اقینې او هرات خواف پټلیو له لارې شوې دي.
طالبان وايي، هڅه کوي د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره لا ښې اسانتیاوې برابرې کړي.
طالبانو په واکمنېدو سره د پټلۍ له لارې د سوداګرۍ پراخولو هڅې ګړندۍ کړې دي.
د دې ډلې له هڅو وروسته د تېرې مۍ میاشتې پر ۲۸ اول ځل د افغانستان اورګاډی د ایران له لارې ترکیې ته ورسېد.
دغه اورګاډی چې له ایران سره پر پوله ۴۰ ورځې ایسار و، تر ۱۱ سوو ټنه شوکاڼی یا تالک یې ترکیې ته ولېږداوه.
طالبانو تېره اونۍ د بلخ له حیرتان ښارګوتي د حیرتان تر دوراهي نوې پټلۍ پرانیسته چې داوزبکستان پلاوي هم پکې ګډون کړی و.