سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د چهارشنبې په ورځ د باميان له هرې ولسوالۍ څخه ۵۰ کسان پر افغانستان د خپلې واکمنۍ د درېيمې کليزې د نمانځلو مراسمو راوستي.
سرچينې زياته کړې، چې دغه کسان په باميان کې د دولتي ادارو کارکوونکي او د ښوونځيو ښوونکي دي.
هغه انځورونه، چې موږ ته رسېدلي طالبانو د باميان دولتي کارکوونکي او ښوونکي په یوه بس کې کابل ته بيايي.
طالبانو د زمري ۲۴ مه د کابل سقوط ورځ د خپل «برياليتوب» په نوم نومولې، چې طالبانو دغه ورځ د کابل په غازې لوبغالي، د بګرام په پوځي اډې او ټول هېواد کې ونمانځل.
په دې وروستیو کې طالب چارواکو په بېلابيلو ښارونو کې د دولتي ادارو کارکوونکو او استادانو ته امر کړی، چې واک ته د دغې ډلې د بېرته ستنېدو په درېیمه کلیزه کې ګډون وکړي.
په دایکندي کې طالب چارواکو هټیوالو ته امر کړی، چې د د دوی بیرغ ولګوي.
طالبانو د چهارشنبې په ورځ د ټانګونو او پوځي وسایطو سره يو ځای په ښارونو کې وګرځېدل.
د طالبانو مخالفينو واک ته د دې ډلې بیا ستنېدل یوه «توره ورځ» بللې او د دې ډلې پر ناسمو سیاستونو يې سختي نيوکې کړې دي.