د لغمان لپاره د طالبانو د علماوو شورا مشر محمد سالم حقاني نن وویل چې د «قرآن او نبوي احادیثو» پر بنسټ د طالبانو د واک ته رسېدو ورځ لمانځل روا دي.
د باختر اژانس د خبرله مخې، هغه وويل: «واک ته د طالبانو د رسېدو لپاره «زرګونه» کسان ووژل شول، معيوب او يتيمان شول.»
طالبانو د نوروز د په ګډون د هر ډول جشنون لمانځل بند کړي دي؛ خو دغه ډله هر کال پر افغانستان د خپلې واکمنۍ کلیزه لمانځي.
طالبان په ټول هیواد کې د علماوو شورا غړي ټاکي.
په ځینو ولایتونو کې دغې ډلې ټولو ښوونکو او د ښوونځیو زدکوونکو ته امر کړی، چې د زمري د ۲۴ مې په مراسمو کې ګډون وکړي.
په تېرو دوو لسیزو کې طالبانو په افغانستان کې د پخواني حکومت او نړیوالو ځواکونو پر ضد مرګوني او ویجاړوونکي عملیات کړي دي.
دې ډلې د بمونو او له چاودیدونکو توکو ډک موټرونو په کارولو سره عامه تاسیسات ویجاړ کړي.
د پوځي تلفاتو تر څنګ د طالبانو په بریدونو کې لسګونه زره ملکي وګړي وژل شوي او سلګونه زره نور ټپیان شوي دي.
له تېرو دریو کلونو راهیسې طالبان د زمري د ۲۴ په مناسبت له پوځي کاروانونو سره په ښارونو کې ګرځي او پر افغانستان د خپلې واکمنۍ جشن لمانځي.