څېړنیز راپور؛ په تېرو شلو کلونو کې د جمهوري دولت ۴۵زره پولیس وژل شوي او ۵۶زره ټپیان شوي دي

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۴

د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنیز راپور پر بنسټ؛ په تېرو شلو کلونو جګړو کې ۴۵۲۶۲ پولیس وژل شوي او ۵۶۰۲۱ ټپیان شوي دي.

دغو وژل شویو کې یې ۱۵ جنرالان، ۳۲۹ سمونوالان، ۷۲۱ سمونملان، ۱۲۸۱ سمونیاران او پاتې نور د ټیټو رتبو لرونکي او سرتېري وژل شوي دي.

دغه څېړنیز راپور د افغانستان د جمهوري دولت د کورنیو چارو وزارت نهه برخې پولیس په ګوته کړي او ویلي یې دي، چې په دې ډله کې سرحدي پولیس، امنیتي پولیس، ځانګړي پولیس، د عامه نظم پولیس، د جرایمو ضد پولیس، د اور وژنې پولیس، د نشه يي توکو پر ضد پولیس، سیمه ییز پولیس او ترافیک پولیس شامل دي.

د حامد کرزي په مشرۍ د موقت حکومت له جوړېدو وروسته د نړۍوالو ځواکونو په همکارۍ په ۲۰۰۱ کال کې د پولیسو د بیا جوړېدو چارې پیل شوې.

که څه هم د دندې له اړخه پولیس جګړه ییز ماموریت نه لري؛ خو د افغانستان پولیس له بیا ځلې جوړېدو سره سم د دولت له مخالفو وسلوالو سره په جګړه کې ښکېل شول.

کاسټس اف وار په ځانګړي ډول د پولیسو د مرګ ژوبلې په اړه کره شمېرې نه دي وړاندې کړي، همداراز نیویارک ټایمز په ۲۰۱۷ کال کې د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې شمېره خپره کړې؛ خو د پولیسو کره شمېرې یې نه دي وړاندې کړي.

یوناما هم د پولیسو د مرګ ژوبلې کره شمېرې په خپلو راپورونو کې نه دي وړاندې کړي؛ د سویلي اسیا د کړکېچ مدیریت ادارې په خپلو وروستیو درېیو راپورونو کې د پولیسو مرګ ژوبلې ته اشاره کړې ده؛ خو په دقیق ډول یې نه دي بیان کړي.

د پخواني جمهوري دولت د کورنیو چارو وزارت د تامیناتو د معینیت د شهدا او معلولینو ریاست په استناد په ۲۰۲۰ کال د جنوري په میاشت کې د پولیسو د وژنې شمېر ۶۱۳۲۴ وو؛ خو له څېړنې وروسته معلومه شوه، چې دا شمېر خیالي او احتمالي دی.

د پخواني ولسمشر اشرف غني له خوا د ځانګړي پلاوي ګومارلو وښوده، چې نېږدې څلوېښت زره پولیس په تېره شل کلنه جګړه کې وژل شوي دي.

د جمهوري دولت د ملي امنیت شورا په وروستي راپور کې په ډاګه شوې ده، چې په تېرو شلو کلونو جګړو کې ۴۵۲۶۲ پولیس وژل شوي او ۵۶۰۲۱ ټپیان شوي دي.

کټ مټ دا شمېرې د چارو ادارې د امنیت او دفاع ریاست په معلوماتو کې هم روښانه شوي دي.

دغه راپور د جمهوري دولت له سقوط دوه ورځې وړاندې برابر شوی و، چې پکې د وروستیو دوو ورځو د مرګ ژوبلې ارقام نه دي شامل شوي.

سرحدي پولیس: ۶۸۹۳ وژل شوي او ۸۷۳۱ ټپیان شوي

امنیتي پولیس: ۱۲۸۲۲ وژل شوي او ۱۵۴۲۵ ټپیان شوي

ځانګړي پولیس: ۱۳۸۴ وژل شوي او ۱۹۴۳ ټپیان شوي

د عامه نظم پولیس: ۴۳۵۲ وژل شوي او ۵۴۵۲ ټپیان شوي

د جرایمو ضد پولیس: ۲۳۴۵ وژل شوي او ۳۲۵۱ ټپیان شوي

د اور وژنې پولیس: ۲۴ وژل شوي او ۸۴ ټپیان شوي

د نشه يي توکو پر ضد پولیس:۹۵۶ وژل شوي او ۷۵۳ ټپیان شوي

سیمه ییز پولیس: ۱۵۸۲۱ وژل شوي او ۱۹۹۳۲

ترافیک پولیس: ۹۷ وژل شوي او ۱۲۱ ټپیان شوي

ښځینه پولیس: ۶۵۸ وژل شوي او ۳۲۹ ټپیانې شوي

د پخواني جمهوري دولت د شهدا او معلولینو وزارت د معلوماتو له مخې؛ ۶۲۱۵ کسان د کورنیو چارو وزارت له خوا ورته د معلولینو په توګه معرفي شوي دي.

په دغو معلولینو کې یې ۲۳ مېرمنې او پاتې نور سړي دي.

د افغانستان انټرنشنل - پښتو ځانګړی څېړنیز راپور دلته ولولئ:

د افغانستان د شل کلنې جګړې د ښکېلو اړخونو مرګ ژوبله (۲۰۰۱-۲۰۲۱)

نور خبرونه

رادیو