په پاریس کې «ګالا چيمپينز» نړۍوال سازمان د «سولې لپاره ورزش» په شعار سره د لوبغاړو ستاینه وکړه.
د ګالا د اتلولۍ په مراسمو کې د افغانستان ښځینه المپیک لوبغاړو ته ستاینلیک ورکړل شو.
د افغان کډوالو د لوبډلې مشرې معصومه علیزاده د سرو زرو د ۲۳ مډالونو ګټونکي مایکل فلپس او د المپیک د سرو زرو د ۹ مډالونو ګټونکي کارل لوييس ته هم جایزې ورکړل شوې.
د ګالا اتلولۍ په مراسمو کې دورزش مخکښو څهرو لکه ارسن وینګر، د فرانسې د ملي المپیک کمیټې مشر کارل لوییس، مایکل فلپس، د افغانستان، اوکراین او فلسطین ښځینه لوبغاړو ګډون کړی و.
په دې مراسمو کې معصومه علیزاده، ذکیه خدادادي، فریبا، یولدوز هاشمي، کیمیا یوسفي او نورو افغان ورزشي شخصیتونو هم برخه اخيستې وه.
کیمیا یوسفي او معصومه علیزاده د «ګالا اتلولۍ» په مراسمو کې نړۍ ته د افغان ښځو د غږ رسولو په موخه خبرې وکړې.
معصومه علیزاده د امریکا د مشهورې اداکارې شارون اسټون څخه خپله جایزه ترلاسه کړه.
اسټون په ۱۹۹۰ کلنو کې د امريکايي هنر یو زړه راښکونکی سمبول و او د هنر ډېرې جايزې يې ګټلي دي.
د ګالا اتلولۍ سازمان دغو لوبغاړو ته د ورزش څخه بهر د دوی د کار او د دوی د خیریه او بشردوستانه فعالیتونو لپاره ستاینلیک ورکړ.
کارل لويیس د تاریخ تر ټولو لوی منډه جوړونکی او د المپیک د سرو زرو د ۹ مډالونو او ۸ نړۍوالو سرو زرو مډالونو ګټونکی، مایکل فلپس، د المپیک ۲۳ د سرو زرو مډالونه او په ټولیز ډول د المپیک او نړیوالو اتلولیو ۶۶ د سرو زرو مډالونه ګټونکی او معصومه علیزاده د المپیک په لوبو کې د افغان کډوالو د لوبډلې مشره ده، چې د نړۍ له سل میلیونو څخه ذ زیاتو جبري کډوالو استازیتوب کوي، په دې مراسمو کې ګډون درلود.
شارون اسټون، چې په دې مراسمو کې حاضره وه په بېلابېلو مواردو کې بشري فعالیتونه او کارونه کوي.
د مراسمو څخه د خپور شوي متن له مخې؛ د ټولې نړۍ لوبغاړي د ورزش د ارزښتونو لکه عادلانه لوبې، زغم، د اولمپیک نظریاتو او سولې ته وده ورکولو لپاره سره راټول شوي.