شنبههای ارغواني غورځنګ وایي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان د ښځو حقونه، عدالت او ازادۍ له بې ساري ګواښونو سره مخامخ شوي دي.
دغه غورځنګ په اېکس پاڼه د ښځو د حقونو په اړه د یوې مدافع ډلې د اټکل له مخې لیکلي، چې د افغانستان ۹۵ سلنه ښځې د طالبانو څخه په وېره کې ژوند تېروي.
دوی وایي، د دوی د وېرې لاملونه د طالبانو سختې پالیسۍ دي «چې په ځانګړې توګه ښځې په نښه کوي».
د دغه غورځنګ په وینا، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د ښځو ازادي ډېره کمه شوې ده.
دوی زیاتوي، چې طالبانو د ټولنې فعاله ښځې د خپلو سختو پالیسیو له امله څنډې ته کړې دي.
دوی وایي، ملګرو ملتونو او نړۍوالې ټولنې د افغان ښځو پر وضعیت تل اندېښنه ښودلې؛ خو د بدلون راوستو لپاره یې په دې برخه کې هڅې تر ډېره بې اغېزې پاتې شوې دي.
دغه غورځنګ وړاندې کاږلي، چې د طالبانو د بندیزونو سره، سره د افغانستان ښځې بیاهم مقاومت ته دوام ورکوي.
دوی له نړۍوالې ټولنې غواړي، چې د طالبانو د سختو پالیسیو پر وړاندې په مبارزه کې د افغان مېرمنو ملاتړ وکړي.