کابل کې د «چهل دختران» ښوونځي ښوونکو هم د معاشونو د ځنډ او کمېدو له امله کاربندیز وکړ. دوی وايي، تر هغې یې چې معاشونه نه وي ورکړل شوي، بېرته کار ته نه ستنیږي.
ځینې کتونکي په دې باور دي چې طالبان غواړي په دې کار سره د نجونو ټيټو ټولګیو زدهکړې هم بندې کړي.
تر دې مخکې د طالبانو مشر په دولتي ادارو کې د ښځینه کارکوونکو معاشونه د یوه فرمان له لارې ۵۰۰۰ افغانیو ته راکم کړل.
د طالبانو پوهنې وزارت د ښځینه ښوونکو معاشونه ځنډولي دي. او وايي، تر هغې چې نوی سیسټم نه وي رامنځته شوی، ښځینه ښوونکې به میاشتني معاشونه نه اخلي.
د چهل دختران د نجونو لېسې ښوونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، تر هغه مهاله چې معاشونه يې نه وي ورکړل شوي، ازموينې نه اخلي.
د پوهنې ریاست د چهل دختران لیسې له ښوونکو وغوښتل چې خپل کار ته دوام ورکړي او د ستونزو د حل ژمنه یې ورکړې. خو ښوونکو د پوهنې ریاست دا غوښتنه رد کړه او ویې ویل، چې له معاشونو پرته به خپلو کارونو ته دوام ورنه کړي.
په همدې حال کې په کابل کې د نجونو د یوه بل ښوونځي ښځینه ښوونکو درې ورځې مخکې کاربندیز وکړ. باخبرو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د ښوونځیو ښوونکو ځکه کاربندیز کړی چې طالبانو یې معاشونه ځنډولي او کم کړي دي.
د سه شنبې په ورځ د ننګرهار او خوست ولایتونو ښوونکو هم افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د ښځینه ښوونکو د معاشونو ځنډول له شپږم ټولګي ښکته د نجونو د ښوونځیو د تړلو یوه پلمه ده.
طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي له څه باندې زرو ورځو راهیسې تړلي دي. دغې ډلې تر اوسه پورې د ښوونکو د دغو اعتراضونو او کاربندیز په اړه څه نه دي ويلي.