په پخوانۍ ولسي جرګه کې د خلکو استازی او د طالبانو ملاتړی جعفر مهدوي په کابل کې د دوحې ناستې په تړاو ویلي، د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونو د خلاصولو مسایل کېدای شي د طالبانو سره د تعامل له لا ې حل شي؛ نه د جګړې او بندیزونو له لارې.
هغه ویلي، د طالبانو لهخوا په اوږدمهال کې د خلکو د غوښتنو پوره کول به د جګړې لامل شي.
د ولسي جرګې دغه استازی چې د کابل تر سقوط وروسته په افغانستان کې پاتې شو، د دغې ډلې یو له جدي ملاتړو څخه دی؛ هغه پخوا د طالبانو نیوکه کوونکی هم پاتې شوی دی.
مهدوي د دوحې ناستې په اړه په خپل یو بیان کې ویلي، د طالبانو له درې کلنې واکمنۍ سره د افغانستان د خلکو برخلیک تړل شوی دی او د خلکو د ژوند د شرایطو ښهوالی په ټولنیزو، ښوونیزو او امنیتي برخو کې د طالبانو د ظرفیت په لوړولو پورې اړه لري.
ښاغلي مهدوي خبرداری ورکړی، چې «په دغو برخو کې د طالبانو ناکامي به په لنډ مهال کې پر ولس فشارونه زیات کړي او په اوږدمهال کې به افغانستان د جګړې، ګډوډۍ، بربادۍ او د هېواد د حیاتي بنسټونو د ړنګېدو لامل شي.»
د پخوانۍ ولسي جرګې دغه استازي په خپل بیان کې د طالبانو رژیم یو مسووله حکومت بللی او په دوحې ناسته کې یې د دغې ډلې د استازو ګډون یو بریالیتوب یاد کړی.
ښاغلي مهدوي د دوحې لومړۍ او دویمه ناسته چې په کې طالبانو برخه نه لرله، ناکامې یادې کړې دي.
سره له دې چې د بشري حقونو فعالانو، د بشري حقونو سازمانونو او د افغانستان په قضیه کې د ښکېلو هېوادونو استازو د دوحې په درېیمه ناسته کې د ښځو او مدني ټولنو د استازو پر نه ګډون نیوکې کړې او ډېریو ښځو ورسره پرېکون اعلان کړ؛ خو ښاغلي مهدوي په خپل بیان کې لیکلي: «د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانېستل او د خلکو د اقتصادی ستنو د پیاوړتیا لپاره باید له زغمو خبرو اترو او تدبیر نه کار واخیستل شي، خو په جګړو، د یو بل په نفې کولو او بندیزونو دغه شان مسلې نه شي حل کېدلای.»
خو دا هغه څه دي، چې ګڼ خلک یې له ښاغلي مهدوي سره نه مني، ځکه ګڼ افغانان وايي د افغانستان نیمايي نفوس د درېیو کالو څخه له لیک لوسته منعه کول، هغه ستر زیان دی چې جبرانول یې کېدای شي ډېرو کلونو ته اړتیا ولري.