د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشرې منیژه وافق د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې وويل، چې په تېرو دريو کلونو کې په افغانستان کې هېڅ نجلۍ له ښوونځي نه ده فارغه شوې.
د هغې په وینا، د ښځو پر حقونه باید مذاکرې ونشي او له ښځو پرته دغه هېواد راتلونکی نه لري.
اغلې وافق له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې د ښځو حقونو ته د خپلو پرېکړو په لومړیتوب کې ځای ورکړي او اجازه ورنه کړي چې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه عادي شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشرې منیژه وافق د جمعې په ورځ (د چنګاښ لومړۍ) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل، چې طالبان په افغانستان کې «جنسیتي تبعیض» پلي کوي.
د هغې په وینا، د طالبانو سیاستونه د دې لامل شوې، چې د ښځو د ځان وژنې کچه لوړه شي او پر نارينه وو له پخوا ډېرې تکیه شي.
تمه کیږي، چې د دوحې درېیمه غونډه د روانې میاشتې په پای کې جوړه شي او ویل کېږي چې په دې غونډه کې یوازې طالبان د افغانستان په استازیتوب بلل شوي او افغان مېرمنو ته په غوڼډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې. د ښځو د حقونو موضوع هم په اجندا کې شامله نه ده.
د بشري حقونو د څار ادارې اجراییوي مشر ې د ښځو د حقونو د موضوع د لرې کولو او دوحې غونډې ته د ښځو د نه بللو خبره «حیرانوونکې» وبلله.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د سویس استازې وویل، چې د دوحې دریمې غونډې ته باید د ښځو او مدنې ټولنو استازي وبلل شي.
همدا راز، د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د جاپان استازي وویل،چې د دوحې په درېیمه غونډه کې باید د افغانستان د ټولو فعالانو او په ځانګړې توګه د ښځو غږ واورېدل شي.
ښاغلي شینو میتسوکو وویل، هېواد یې چمتو نه دی چې د طالبانو پر وړاندې د ښځو له حقونو سره جوړجاړی وکړي.