د سولې په برخه کې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ بنسټ نن په افغانستان کې د نجونو د تعلیم په برخه کې د ۱.۵ مېلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ.
د ملالې بنسټ دغه مرستې به هغو ۱۳ بنسټونو ته وسپارل شي، چې د افغان نجونو د زدکړو په برخه کې کار کوي.
د افغان نجونو سره د زدهکړو په برخه کې دغه مرسته داسې مهال شوې، چې په افغانستان کې ۱۰۰۰ ورځې تېرې شوې چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو په زدهکړو بندیز لګولی.
ملالې بنسټ له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې دې د نجونو پر زدهکړو د لګول شوي بندیز د لرې کولو په کار کې مرسته او همکاري وکړي.
د دغه بنسټ مشرې ملالې یوسفزۍ په خپلې اېکس پاڼه لیکلي دي: «مېلیونونه افغانې نجونې او مېرمنې د جنسیتي توپیر تر چتر لاندې ژوند کوي. هغوی نه شي کولای ښوونځیو ته لاړې شي، کار وکړي او یا هم د ژوندانه په نورو برخو کې ونډه واخلي.»
د ملالې یوسفزۍ د بنسټ د نوښت د برخې مشره سحر حلیمزۍ وایي: «موږ ویاړو، چې له دغه شان نوښت څخه ملاتړ کوو. موږ د ډیجیټلي سیسټم په کارولو سره د دې ضمانت کوو، سره له دې چې د افغانو نجونو په زدهکړو کې درې کاله ځنډ پېښ شوی، بیا هم هغوی خپلې زدهکړې پر مخ بیایي.»
د ملالې بنسټ دغه مالي مرسته هغو څانګو ته سپارلې، چې د سپوږمکۍ او ان لاین له لارې ښوونیزې چارې پر مخ بیایي.
سره له دې چې د نجونو پر زدهکړو د طالبانو لهخوا لګول شوی بندیز د ګڼو نړۍوالو ادارو لهخوا غندل شوی؛ خو بیا هم دغې ډلې د ۱۰۰۰ ورځو له تېرېدو وروسته په دې برخه کې خپل دریځ نه دی نرم کړی.