په افغانستان کې د ښځو د سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو ضد ډلې (طالبانو) د مور ورځ ونمانځله.
د غبرګولي ۲۴مه چې په افغانستان کې د مور د ورځې په نوم یادیږي، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځله.
دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۴مه) د مور ورځ په داسې حال کې ونمانځله، چې د دغې ډلې له خوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د بندیز ۱۰۰۰ ورځې پوره شوې.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د یاد وزارت د خلکو فرهنګ مشر سیف الرحمن محمدي له قوله لیکلي، چې په اسلام کې د ښځو او په ځانګړې توګه د مور پر درناوي او له هغې سره پر ښه چلند ډېر ټينګار شوی دی.
له دې سره، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی مشر سيد محمد سعيد په دې غونډه کې د خبرو پرمهال وویل، چې مور د انبیاو او د نورو انسانانو تربيه کې مهم رول لري او باید یې درناوی وشي.
طالب چارواکي په داسې حال کې د مور پر درناوي او ورسره پر ښه چلند ټینګار کوي، چې پر افغانستان ددغې ډلې له واکمنۍ وروسته د بندیزونو تر ټولو ډېر حکمونه د ښځو پروړاندې صادر شوي دي.
دغې ډلې د ښځو د محدودولو اړوند څه باندې پنځوس فرمانونه صادر کړي دي، چې په هېواد دننه او بهر کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان څه موده مخکې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي و، چې تر ۲۰۲۳ کاله پورې افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی، چې ښځې او نجونې په کې په رسمي ډول له منځنیو او لوړو زدهکړو منع شوې دي.
د راپور له مخې؛ طالبانو د تفریحي پارکونو په ګډون په ګڼو عامه ځایونو کې د ښځو پر تګ راتګ بندیزونه لګولي او له نارینهوو پرته د ښځو له کوره وتل د ازادۍ محدودیت لا پسې پراخ کړی دی.
دا په داسي حال کې ده چې یونېسف هم نن پر خپل اېکس لیکلي، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو ۱۰۰۰ ورځې وروسته، افغان نجونو درې میلیارده درسي ساعتونه له لاسه ورکړي دي.
د یونېسف د راپور له مخې طالبانو په تېرو ۱۰۰۰ ورځو کې شاوخوا یو نیم میلیون افغان نجونې له زده کړو بې برخې کړې دي.