د طالبانو د عدلیې وزارت وايي، په افغانستان کې خیریه بنسټونو د بغلان او تخار له سیلاب ځپلو سره د ۵۶ میلیونه او ۱۳۲ زره افغانیو مرستې کړې.
د طالبانو تر واک لاندې ملي تلویزیون ویلي، دغه خیریه بنسټونه د طالبانو په عدلیې وزارت کې ثبت دي.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون په ایکس پاڼه د دغې ډلې عدلیې وزارت له قوله لیکلي چې، د افغانستان په شمال کې د وروستیو سېلابونو له امله په زیامنو شویو دوو ولایتونو بغلان او تخار کې خیریه بنسټونو له سېلاب ځپلو کورنیو سره څه باندې ۵۶ میلیونه افغانۍ مرستې کړې.
پر طالبانو تور دی چې د نړېوالو مرستو تر واک لاندې ساتلو لپاره یې سلګونه خیریه بنسټونه جوړ کړي او د دوی د کورنیو غړي او یا یې خپلوان مشري او مدیریت کوي.
واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته نړېوالې ټولنې طالبانو ته وویل چې بشري مرستې به د دوی له لارې نه بلکې د خیریه بنسټونو له لارې ورکوي. چې له هغه وروسته طالب مشرانو د نورو په نومونو خیریه بنسټونه ورته جوړ کړل.
د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د تېرې غوايي میاشتې په وروستیو کې د زورورو سېلابونو له امله په سلګونو خلک مړه، سلګونه کورنه ویجاړ او په زرګونو جرېبه کرنیزې ځمکې اوبو ویجاړې کړې.