‏د هواپوهنې اداره: ۱۷ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو، دوړو او سېلابونو د راوتو اټکل شوی

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۷

د طالبانو د هواپوهنې اداره وایي، چې په ۱۷ ولایتونو کې نن( پنجشنبه د غبرګولي ۱۷مه) د شړکنده باران، تالندې برېښنا، تېزو سېلیو، خاورو دوړو او سېلابونو د راوتو اټکل شوی دی.

دغې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د سالنګونو په ګډون د بدخشان، تخار، بغلان، سمنګان، باميان، پروان، کاپيسا، پنجشېر، کونړ، نورستان، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر، ميدان وردګ، پکتیا او خوست ولایتونو لپاره دغه وړاندوینه شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د سالنګونو په ګډون په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه ( له ۱۵ تر ۴۰) ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
خبرپاڼه کاږي، د سالنګونو په ګډون په لویدیځو، سویلي او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو، دوړو او خاورو اټکل هم شوی، چې په بېلابېلو برخو کې یې د چټکوالي کچه په یوه ساعت کې (له ۵۰ تر ۸۰ کیلو مټرو) اټکل شوې ده.

نور خبرونه

رادیو