د پاکستان په پنجاب کې شړکنده باران او توپان شپږ کسان مړه او ۴۰ نور ژوبل کړي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۷

راپورنه وايي، د ګوجرانوالې، سیالکوټ، ناروال او خوشاب په ګډون د پنجاب په بېلابېلو سيمو کې د ګڼو بارانونو او چټګ توپان له امله شپږ تنه مړه او ۴۰ نور ژوبل شوي.
پاکستاني رسنیو ويلي، تېره ورځ چهارشنبه د پنجاب په ځینو سیمو کې د دیوالونو او چتونو نړېدو له امله دغه مرګ ژوبله اوښتې.

د راپورونو له مخې په ګوجرانواله کې د دیوالونو او چتونو د نړېدو له امله د دوو ماشومانو په ګډون څلور تنه مړه او اوه نور ژوبل شوي.
ويل کيږي، په خوشاب ولسوالۍ کې د شړکنده باران، ږلۍ او تندر غورځېدو پېښې د ۱۵ او ۱۸ کلونو دوه وروڼه مړه کړي.
همدارنګه په نارووال او سیالکوټ کې د چټګ توپان له امله د دېوالونو، ونو او د برېښنا د ستنو د نړېدو له امله د ښځو په ګډون ۳۳ تنه ټپیان شوي، د توپان له امله د برېښنا سیستم پرې شوی او لسګونه ونې او بلبورډونه او د یوه دولتي ښوونځي دیوال هم نړېدلی دی.
د پاکستان د هواپوهنې ادارې ويلي، چې د پاکستان په لوړو او مرکزي سيمو کې به راتلونکي درې ورځې د پنجاب په زياتو ښارونو کې له بارانه وروسته چټک توپان او دوړي هم راوالوځي.
دا رنګه به په اسلام اباد، خیبرپښتونخوا، ګلګت بلستان او کشمیر کې د تېز باران، وریځ او برګ اسمان اټکل شوی دی.

نور خبرونه

رادیو