د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې وايي، افغانستان په نړۍ کې د اقلیمي بدلون له امله یو له زیانمنو هېوادونو څخه دی او د اقلیمي بدلون له امله د احتمالي پېښېدونکو زیانونو لپاره یې باید تابیاوې ونیول شي.
یوناما د چهار شنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۶مه) پر خپلې اېکس پاڼې د چاپېریال د نړۍوالې ورځې په مناسبت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا ویډیویي پیغام خپور کړی.
اغلې روزا اوتونبایوا په خپل پیغام کې د اقلیمي بدلون له امله د افغانستان چاپېریال په اړه اندېښنه ښودلې او وايي، د اقلیمي بدلون له امله د افغانستان ښکلی او ځانګړی چاپېریال له ګواښ سره مخامخ شوی دی.
په دغه پیغام کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې وايي:« د افغانستان په شمال او سویل کې مرګوني سېلابونه راووتل، چې له امله یې هرڅه له منځه لاړل، کلي، کورونه سړکونه او پلچکونه یې ویجاړ کړل او د خلکو ژوند یې واخیست.»
اغلې روزا اوتونبایوا وايي، په دغو سېلابونو کې لږ تر لږه ۲۰ زره کورونه ویجاړ شول.
نوموړې وايي، د افغانستان په زیانمنو شويو سیمو کې یوناما لس زره کسانو ته د خوړو او کرنې سیسټم په برخه کې مرستې رسولې دي.
همدارنګه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې وايي، افغانستان په نړۍ کې د اقلیمي بدلون له امله یو له تر ټولو زیانمن او له ګواښ سم مخامخ هېواد دی، د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې یې باید چمتوالی ونیول شي.
د نوموړې په خبره، یوناما په افغانستان کې د اېکو سیسټم د بیارغونې په موخه تېر کال پر ۱۷۸ زره هکتاره ځمکه ۱،۶ مېلیونه ونې کېنولې دي.
روزا اتنبایوا وايي، دا چې افغانستان د اقلیمي بدلون څخه زیانمن شوی دی په دې اړه یې تر نړۍوالو غږ رسولی، چې افغانستان له دغه حالته وژغورل شي.