د هواپوهنې اداره: ۱۵ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو، دوړو او سېلابونو د راوتو اټکل شوی

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۵

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې اداره وایي، چې په ۱۵ ولایتونو کې نن او سبا د شړکنده باران، تالندې، برېښنا، تېزو سېلیو، خاورو دوړو او سېلابونو د راوتو اټکل شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، دغه وړاندوینه د سالنګونو په ګډون د بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، کونړ، نورستان، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، میدان وردګ، لوګر، ننګرهار، پکتیا او خوست ولایتونو لپاره شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، د باران کچه به په بېلابېلو سیمو کې (له ۱۵ تر ۴۵) ملي مترو پورې وي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د سالنګونو په ګډون په لویدیځو، سویلي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې په یوه ساعت کې د تېزو سېلیو کچه ( له ۵۰ تر ۸۰) کیلو متره اټکل شوې ده.

نور خبرونه

رادیو