د خوړو نړېوال پروګرام وايي؛ په راتلونکو اوو میاشتو کې ۱۴،۵ میلیونو ډالرو ته اړتیا لرو، چې په سېلاب ځپلو سیمو کې له کورنیو سره مرسته وکړو.
د دغه پروګرام چارواکي وايي، زیامنې شوې کورنۍ ډېرو مرستو ته اړتیا لري.
د خوړو نړېوال پروګرام د دوشنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۴مه) په اېکس پاڼه لیکلي؛ چې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله له ۶۵ زرو ډيرو خلکو ته زیانونه اوښتي دي.
د خوړو نړېوال پروګرام وايي، یادې ۱۴،۵ میلیونه ډالره به د خلکو د ژوندانه په بیارغولو کې ولګوي.
افغانستن د اقلیم د بدلون له امله یو له تر ټولو ډیر زیانمن هېواد بلل کیږي.
وروستیو سېلابونو او ورښتونو د افغانستان په شمالي او سوېلي ولایتونو کې سلګونه کسان مړه کړل، زرګونه کورونه یې ویجاړ او زرګونه کسان په مستقیم او غیر مستقیم ډول زیانمن کړل.