د طالبانو تر واک لاندې د هوا پوهنې ادارې په اېکس پاڼه لیکلي؛ چې د غبرګولي له ۱۴ تر ۱۵مې نیټې په بدخشان، تخار او نورستان ولایتونو کې د ګڼ باران اټکل شوی.
دغه اداره وايي، د اټکل له مخې په یادو ولایتونو کې د ګڼ باران، تالندې و برېښنا، بادونو، دوړو او سېلابونو راتلو اټکل شوی.
یاده اداره وايي، په بدخشان، تخار او نورستان ولایتونو کې به د باران کچه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۵ څخه تر ۲۵ مليمترو پورې وي.
دغه اداره زیاتوي چې په شمالي، لوېدیځو، سوېلي، ختیځو او مرکزي ولایتنونو کې د سالنګونو په ګډون د چټکو بادونو لګېدو اټکل هم شته.
د یادې ادارې په خبره چې د دغو چټکو بادونو د سرعت کچه به په بېلابېلو سیمو کې له ۶۰ څخه تر ۹۰ کیلومترو په ساعت کې وي.
دا په داسې حال کې ده چې سږکال افغانستان د اقلیمي بدلون تر خورا ژورو اغېزو لاندې راغلی چې له امله یې سلګونه کسان مړه او زرګونو کسان اغېزمن شوي.