د مکسیکو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ګډون لپاره شاوخوا سل میلیونه رایې ورکوونکي رایه ورکولو ته بلل شوي دي.
نظرپوښتنې ښیې، چې په دې ټاکنو کې یوه له ښځینه کاندیدانو څخه کلودیا شینباوم د نورو په پرتله د ګټلو احتمال ډېر دی.
د مکسیکو ولسمشریزې ټاکنې به د یکشنبې په ورځ د غبرګولي په دیارلسمه ترسره شي.
په دغه هېواد کې روان تاوتریخوالی د ټاکنیزو کمپاینونو د ترسره کېدو مخه نه ده نیولې.
"دا یکشنبه موږ تاریخ جوړوو " د واکمن کیڼ اړخي ګوند نوماند شینباوم د چهارشنبه په ورځ په مکسیکو ښار کې په لسګونو زره خلکو ته وویل.
هغه دې ته په اشارې سره چې د مکسیکو مېرمنې تل د مکسیکو د سرپرستې ټولنې غندنه کوي، زیاته کړه: "دا د ښځو او بدلون وخت دی، دا پدې معنا ده، چې پرته له وېرې او پرته د تاوتریخوالي ژوند کوي."
۶۱ کلنه شینباوم او د مکسیکو ښار پخوانۍ ښاروال په ټولټاکنو کې په دوامداره توګه د خپل مرکز ښي سیالې ۶۱ کلن سچیل ګالویز ، چې یوه ښځینه اقتصادي فعاله هم ده ، مخکې شوې.
د سراسري ټولپوښتنې له مخې؛ هغه په سلو کې ۵۳ رایې لري او د هغه مخالف به ۳۶٪ رایې ولري.
ګالویز د اوسني حکومت پر امنیتي ریکارډ نیوکه وکړه او ویې ویل چې د ۲۰۱۸ کال په ډسمبر کې د اندریس مانویل لوپیز اوبراډور د ولسمشرۍ له پیل راهیسې په مکسیکو کې د تاوتریخوالي له امله شاوخوا ۱۸۶ زره کسان وژل شوي او ۵۰ زره کسان ورک شوي دي.
د مکسیکو د ولسمشرۍ ټاکنې په داسې حال کې ترسره کیږي، چې د کانګرس او سنا لپاره د نورو ټاکنو، د والیانو ټاکنې او د سیمه ییزو چارواکو لوی شمېر شتون لري.
ټاکنیز کمپاینونه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د رسمي شمېرو له مخې؛ د سیمه ییزو پوستونو ۲۴ نوماندان وژل شوي دي.
د چهارشنبې په ورځ د مکسیکو د یوه ښار د ښاروالۍ لپاره نوماند الفریدو کابریرا په څو ډزو ووژل شو او د هغه د وژنې صحنه په کمره کې ثبت شوه.
د ټولنيزې پراختيا د پاليسۍ د ارزونې د ملي شورا د راپور له مخې؛ د اوسني حکومت په موده کې ۸،۹ ميليونه وګړي له بې وزلۍ څخه وتلي؛ خو لا هم د مکسیکو د ۱۲۹ ميليونو وګړو له ډلې ۳۶،۳ سلنه په دغه ډول حالت کې دي.
د مکسیکو راتلونکی ولسمشر به د اکتوبر په لومړۍ نېټه خپله دنده پیل کړي.
د نومبر په میاشت کې د امریکا د انتخاباتو نتیجې د دغو دوو ګاونډیو هیوادونو په راتلونکې باندې مهم اغیز لري.