د غور او هرات تر منځ غځېدلې لاره له شلو ورځو وروسته د تګ راتګ لپاره خلاصه شوه

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۲

د وروستیو سېلابونو له امله د غور - هرات تر منځ غځېدلې لویه لاره له شلو ورځو وروسته د جمعې په ورځ د (غبرګولي ۱۱مه) د تګ راتګ لپاره پرانېستل شوه.

د غور ولایت سیمه‌ییزو چارواکو هم رسنیو ته ویلي، چې د غور او هرات تر منځ غځېدلې لاره چې د غوک او کمنج په سیمو کې ویچاړه شوې وه د وړو او لارۍ موټرو لپاره خلاصه شوې ده.
د دغې لارې د تړل کېدو له امله به غور ولایت کې د خوراکي توکو بیې ۳۰ سلنه لوړې شوې وې او خلکو یې د اخیستو وس نه لاره.
د دغې لارې د تړل کېدو سره دغلته د مرستو رسولو چارې هم ټکنۍ شوې وې او مرستندویه ټولنو هم ویل، چې د لارې د بندېدو له امله د دوی د مرستو رسولو چارې پڅې روانې دي.
خو لا هم د دغه ولایت د مرغاب، چهارسدې او تیورې ولسوالیو لارې بندې پاتې دي او د دغه ولایت له مرکز فېروز کوه څخه هلته مرستې نه شي رسېدلای.
وروستیو سېلابونو د نورو ولایتونو په څېر په غور ولایت کې هم ورانې ویجاړې رامنځته کړې او د دغه ولایت خلکو ته یې د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.

نور خبرونه

رادیو