د افغانستان له سېلاب ځپلو سره د ايران د بشري مرستو دويمه جوپه بلخ ته ورسېده او طالبانو ته وسپارل شوه.
په مزارشريف کې د ايران کونسل حميد رضا احمدي وايي، په دغو مرستو کې درمل، غالۍ، کمپلې، بسترې، خوراکي توکي، خيمې او نور توکي شامل دي.
د افغانستان له سېلاب ځپلو سره د ایران د بشري مرستو لومړۍ الوتکه د پنجشنبې په ورځ د (غبرګولي درېیمه) په مزارشریف کې طالبانو ته سپارل شوې وه.
د دغو مرستو دویمه جوپه د شنبې په ورځ بلخ ولایت ته ورسېده.
د دانشجویان ایران په نوم خبري اژانس د خبر له مخې، چې دغه مرستې د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې په غوښتنه افغانستان ته استول شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې، په تېرو څو اونیو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې له وروستیو بارانونو او سېلابونو راوتلو وروسته سلګونه کسان مړه او سلګونه نور ټپیان شوي دي.