د هند په سویلي ایالت کیرالا کې لږ تر لږه اوه کسان وروسته له هغه مړه شوي دي چې د مونسن په نوم موسمي بارانونو کچه له معمولي حده خورا ډیره شوې ده.
له دې ورښته سره چارواکو ویلي، چې د سویلي اسیا ډیره برخه د تودوخې له لوړې څپې سره مخامخ ده.
د سیمه ییزو چارواکو په وینا، د موسمي بارانونه کچه سږکال په کیرالا کې ۱۸٪ لوړه شوې ده.
د سیلابونو له امله په کوزیکوډ هوایی ډګر کې الوتنې هم له ځڼډ او خڼډ سره مخامخ شوې دي.
د کیرالا ایالت د ناورین د مدیریت ادارې په وینا ، یو ۷۰ کلن سړی پرون په کاساراګوډ ولسوالۍ کې د تندر له امله مړ شوی.
بل خوا په پالکاډ سیمه کې دوو ورورڼو له اوبو ډک کان کې د ښکته کیدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د کیرالایوه چارواکي ویلي، څلور کسان په اډوکي او پټانمتیتا ولسوالیو کې په اوبو کې لهډوبیدو وروسته مړه شوي دي.
د هواپوهنې ځايي ادارې نن په درېیو ولسوالیو کې د سخت باران خبرداری ورکړی دی.
پر کیرالا سربیره د هند او پاکستان ډیری برخه د تودوخې څپې سره مخامخ ده.
د هند پلازمینې نوي ډیلي د دې اونۍ په پیل کې د ښوونځیو د تړلو امر کړی.
د تودوخې درجه تر ډېره په مۍ میاشت کې خپل اوج ته رسېږي، خو د هند د هواپوهنې ادارې سږ کال په شمال لوېدیځو سیمو کې په دې میاشت کې د دوو تر دریو ورځو پر ځای له اوو تر لسو ورځو د ګرمې څپې وړاندوینه کړې ده.