په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت اعلان وکړ، چې د دغه دفتر د بشردوستانه چارو مرستیال اندریکا راتوت بغلان ولایت ته سفر کړی.
یوناما وايي؛ په بغلان کې ۶۰ زره کسان د سېلاب له امله اغېزمن شوي دي.
یوناما په اېکس ټولنیزه شبکه کې یوه ویډیو خپره کړې او لیکلي یې دي، چې په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۱۸۲ کسان چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، مړه شوي دي.
د یوناما د بشري چارو مرستیال وویل؛ د ملګرو ملتونو بشري ټیمونه په بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره استول شوي دي.
اندريکا راتوت وايي، چې تر اوسه پورې د افغانستان په شمال کې له شاوخوا پنځلس زره سېلاب ځپلو سره د ملګرو ملتونو او د هغوی د همکارانو له خوا مرسته شوې ده.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکې ټینګار وکړ، چې نړۍواله ټولنه باید په افغانستان کې د سېلاب ځپلو خلکو سره د مرستې او اړتیاو د پوره کولو لپاره همکاري وکړي.
په وروستیو ورځو کې سختو اورښتونو او سېلابونو خلکو ته د پام وړ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د راپورونو له مخې؛ د وروستیو سېلابونو له امله په بغلان کې تر ۳۰۰ ډېر کسان، په غور کې ۵۰ او په فاریاب ولایت کې نږدې ۶۰ کسان وژل شوي دي.
د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې د دوشنبې په ورځ هم د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د دوام خبرداری ورکړی دی.