طالبان: په بادغیس کې سېلابونو له امله لږ تر لږه درې تنه مړه شول

AP ۱۴۰۳ غویی ۳۱

په بادغیس کې د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس وویل د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو له امله درې تنه مړه شوي او لسګونه د هستوګني کورنه ویجاړ شوي.

باري داد صابر زیاتوي یاد کسان قدس، اب کمري او جوند ولسوالیو کې د سېلابونو راوتلو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس باري داد صابر د طالبانو د واک لاندې ملي راډیو ته ویلي، چې د سېلابونو له امله لسګونه کورنه ویجاړ شوي او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه اوبو لاندې کړي ده.

دغه طالب چارواکي ویلي چې د سېلابونو له امله زیانمن شویو کسانو ته لومړنۍ بېړنۍ مرستي رسولي.

په بادغیس کې د سېلابونو له امله زیانمن شوي کسان ويي؛ کورونه او کرنیزي ځمکي یې ویجاړي او څاروي یې له منځه تللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ورستیو دوه اونیو کې د افغانستان په شمال او مرکزي ولایتونو کې د سېلابونو له امله زرګونه کورنۍ زیانمني شوي او لسګونو کسانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سېلاب ځپلو سیمو ته پر وخت د مرستو نه رسیدل او د اوبو نه مدریت په اړه پر طالبانو سختي نیوکي کیږي.

نور خبرونه

رادیو