د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، چې په بغلان کې یې د سېلاب له لومړۍ ورځې څخه تر اتمې ورځې پورې د ۱۵۰۰ سېلاب ځپلو لپاره لنډمهالي استوګنځي جوړ کړي دي.
دغه ټولنه وايي، په بغلان کې یې دوه زره او ۳۳۸ زیانمنې شوې کورنۍ ثبت کړې دي.
په تېرو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې پرله پسې سېلابونو ډېر ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
تر دې مهاله په بغلان کې تر ټولو ډیر ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
د شمېرو له مخې په دغه ولایت کې تر۳۰۰ډیر کسان مړه شوي دي.