په فاریاب کې د سېلابونو له امله ۸۰ کسان مړه شوي

AP ۱۴۰۳ غویی ۳۰

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د فاریاب سیمه ییزې څانګې د راپور له مخې د یاد ولایت په مرکز او پنځو ولسوالیو کې د سېلابونو له امله د مړه شویو کسانو شمېر ۸۰ تنو ته رسېدلی.

د طالبانو رسمي ویندویانو لا په دې اړه شمېرې نه دي خپرې کړې.

د طالبانو تر واک لاندې د ملي ټلویزیون د فاریاب ولایتي څانګې د یک شنبې په ورځ د (غوايي ۳۰مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې تر دې دمه په فاریاب ولایت کې د سېلابونو له امله ۸۰ تنه مړه شوي.

همدارنګه زیاتوي؛ چې د سېلابونو له امله پنځه کسان ورک او پنځه تنه نور ټپیان دي.

په فاریاب کې د طالبانو ملي ټلویزیون ولایتي څانګي د معلوماتو له مخې، سېلابونو د فاریاب بلچراغ، ګرزبان، قیصار، المار، چهل‌ګزي او خیبر ولسوالیو کې د ځاني زیانونو تر څنګ مالي زیانونه هم اوړولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرې اونۍ راهیسې سېلابونو په بغلان او غور کې هم سلګونه کسان مړه کړي.

نور خبرونه

رادیو