طالبانو په افغانستان کې د وروستیو سېلاب ځپلو لپاره د چین د مرستو غوښتنه وکړه

AP ۱۴۰۳ غویی ۳۰

د طالبانو د کډوالو چارو وزیر د چین له سفیر سره په کتنه کې له بې ځایه شویو افغانانو سره د کور جوړونې، کار موندنې او زده کړو ته د زمینې د برابرولو په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.
نړۍوالو سازمانونو ویلي د افغانستان په سېلابونو کې لږ تر لږه شل زره کسانو خپل کورونه له لاسه ورکړي.

د چین سفیر ژمنه وکړه، چې هېواد به یې د افغانستان په شمال کې د وروستیو سېلاب ځپلو سره هر ډول مرستې وکړي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني او په کابل کې د چین سفیر ژاوشینګ د یکشنبې په ورځ (د غویي ۳۰مه) سره په کابل کې کتلي دي.

په دغه کتنه کې د چین سفیر ویلي، چې د دې هېواد مرستې به د جولای په میاشت کې افغانستان ته ورسېږي.
چین له سېلاب ځپلو سره په داسې حال کې د مرستو د رسولو خبره کوي، چې د هېواد له بې ځایه شویو سره د دې هېواد د مرستو لومړنۍ جوپه ورسېده.
له دې سره، د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په خپله اېکس پاڼه کې په هېواد کې د سېلابونو له امله پر ځاني او مالي زیانونو خواشیني څرګنده کړه.
ښاغلي کرزي له ټولو هېوادوالو، ملي او نړۍوالو مرستندویو ادارو وغوښتل، چې د تېرې ورځې سېلاب ځپلو کورنیو سره مرستې وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر هم له نړۍوالو موسسو غوښتي، چې د افغانستان په شمال کې د سېلاب ځپلو لپاره کورونه جوړ کړي.
یونېسف د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان په شمال کې په وروستیو سېلابونو کې لږ تر لږه شل زره کسانو خپل کورونه له لاسه ورکړي دي.

نور خبرونه

رادیو