د پاکستان د ښځو کرېکټ لوبډله نن له انګلنډ سره دویمه شل اوره سیالي لري

AP ۱۴۰۳ غویی ۲۸

د پاکستان د ښځو کرېکټ ملي لوبډله نن په انګلنډ کې د کوبه ښځینه کرېکټ ټیم سره دویمه شل اوره لوبه لري.

دا لوبه د پاکستان په وخت د ماښام لس نیمې بجې د انګلنډ په نارتهمپټن کې پیلېږي.

د انګلنډ ښځو کرېکټ لوبډلې لومړنۍ لوبه د ۵۳ منډو په توپیر ګتلې ده.

د دریو شل اوره لوبو د لړۍ لومړنۍ سیالي انګلنډ ګټلې ده او که پاکستان په دې لوبه کې هم ماته خوري، نو لوبلړۍ به د انګلنډ په نوم شي.

د دواړو لوبډلو لومړنۍ لوبه د مۍ پر ۱۱ وه، چې پکې انګلنډ ۱۵۳ منډې هدف وټاکه، خو د پاکستان ټوله لوبډله د ۱۱۰ منډو تر جوړوو وسوځېده.

د پاکستان او انګلنډ د دې لوبډلو دریمه لوبه د مۍ پر ۱۹ ده.

د ندا ډار په مشرۍ د پاکستان ۱۷ کسیزه لوبډله له شل اوره لوبلړۍ وروسته له انګلنډ لوبډلې سره پنځوس اوره یا یو ورځنۍ درې لوبې هم لري.

په بهر کې د پاکستان ښځينه کرېکټ لوبډلې دا سیالۍ له هغه وروسته دي چې بریتانیا ته تر روانېدو څو ورځي وړاندې یې په خپل کور کې د پنځو شل اوره او د ۳ يو ورځنيو لوبو په دواړه لوبلړیو کې له ويسټ انډيز ماتې وخوړه.

نور خبرونه

رادیو