د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي تایید کړه، چې په اسلو کې یې د افغانستان د مدني ټولنې له یو شمېر استازو سره لیدلي دي.
ریچارډ بېنېټ د دغې دوه ورځینۍ ناستې په اړه ډېر توضیحات نه دي ورکړي.
ښاغلي بېنېټ وویل، په دغې ناسته کې د افغانو مېرمنو استازیو ګډون یو ځلې بیا هغه ته هیلهمندي وروبخښله.
د بشري حقونو څېړنیزې ټولنې هم پر اېکس پاڼه لیکلي، چې په دغې ناسته کې ښاغلي بېنېټ او په ناروې کې مېشتو افغان فعالانو د مېرمنو د حقونو او د بشري حقونو له سرغړونکو سره د حساب کتاب په اړه خبرې اترې وکړې.
د دغه یادښت پر بنسټ، په دغې ناسته کې پر ماشومانو او راتلونکي نسل د جګړې د اغېزو او له ګواښ سره د مخامخو افغانانو سره د مرستو په څرنګوالي هم خبرې اترې شوې دي.
دغې ټولنې له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو په برخه کې هم یو لړ سپارښتنې لرلې.
په ناروې کې د بشري حقونو څېړنیزه ټولنه وایي، د دوحې ناسته او د ریچارډ بېنېټ راتلونکی راپور هم د دغې ناستې مهمې موضوعګانې وې.
د سهشنبې په ورځ د غويي په ۲۵مه ځینو سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د افغانستان د مدني ټولنې استازي او د طالبانو غړي په ناروې کې سره جرګه شوي دي.
دغو سرچېنو ویلي وو، چې دغه ناسته د ناروې د بهرنیو چارو وزارت لهخوا بلل شوې او زیاته کړې یې وه چې دواړه خواوې په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت او د دغه هېواد د راتلونکي په اړه سره خبرې اترې کوي.
دا رنګه داسې راپورونه هم و، چې استازي به د سیاسي خبرو اترو او اقتصادي پیاوړتیا په برخو هم سره وغږېږي.
د دغه خبر له خپرېدو سره هممهاله یو شمېر مدني فعالانو او هغو افغانانو چې له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو مخالف دي نیوکې وکړې.
د افغان مېرمنو د حقونو یو شمېر فعالانو هم په ناروې کې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته اعتراضي غونډه جوړه کړې وه.