د کډوالۍ نړۍواله اداره وایي، تازه یې د بدخشان ولایت هغه سیمو ته پر بدیلو لارو بېړنۍ مرستې رسولي چې سړکونه یې ویجاړ شوي دي.
دغې ادارې د سه شنبې په ورځ د (غويي ۲۵مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د بدخشان ولایت تشکان ولسوالۍ ۷۷ کورنیو لپاره یې خورا اړینې مرستې ورسولې.
دغه اداره وايي، د سړکونو د ویجاړېدو له امله نه شي کولای چې د موټرو له لارې لرو پرتو سیمو کې زیانمنو شویو کورنیو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.
د کډوالۍ نړۍواله اداره وايي، لرو پرتو سیمو ته د مرستو رسولو لپاره له بدیلو لارو کار اخلي.
یادې ادارې پر خپلې اېکس پاڼه یوه ویډیو هم خپره کړې، چې لیدل کېږي یو شمېر کسان پلي او د څارویو په مرسته اړینې مرستندویه کڅوړې لېږدوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ډېرو ولایتونو د یو شمېر ولسوالیو تر څنګ د هېواد په ډېرو سیمو کې د واورو، بارانونو او سېلابونو د راوتلو له امله د تګ راتګ لارې بندې شوې او د بدخشان نیمایي ولسوالۍ داسې هم دي، چې هر کال د شپږو میاشتو لپاره ورته د تګ راتګ ټولې لارې بندې وي.