حامد کرزي له مرستندويه موسسو او سوداګرو د افغانستان له سېلاب ځپلو سره د مرستې غوښتنه وکړه

AP ۱۴۰۳ غویی ۲۲

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له مرستندویه بنسټونو او سوداګرو وغوښتل چې له سیلاب ځپلو سره مرسته وکړي.

هغه د افغانستان د بغلان او نور ولایتونو د سېلابونو له امله د ځاني او مالي زیانونو په اړه خواشیني څرګنده کړه او د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي په ډاکه کړه.

ملګري ملتونه وايي، یوازې په بغلان کې تر دوو سوو کسان د پروني سېلاب له امله مړه شوي دي.

طالبانو تر اوسه په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو د قربانیانو کره شمېر نه ده اعلان کړې.

خو د دې ډلې د کورنيو چارو وزارت پرون وويل، چې په بغلان ولايت کې د سختو سېلابونو له امله لږ تر لږه ٥٠ تنه مړه او تر ١٠٠ زيات ټپيان شوي دي.

په تخار کې د طالبانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست نن وویل، چې په دغه ولایت کې په وروستیو سېلابونو کې لږ تر لږه ۲۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په وروستیو ورځو کې په بدخشان، غور، سرپل، هرات، بغلان، فاریاب، تخار، کندز، جوزجان، کندهار او نورو ولایتونو کې سېلابونو خلکو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

نور خبرونه

رادیو