د هواپوهنې اداره: په اتو ولایتونو کې د باران، تالندې او سېلابونو د راوتو اټکل شوی

AP ۱۴۰۳ غویی ۲۲

د طالبانو د هواپوهنې اداره وایي، چې (د غويي په ۲۳مه نېټه) په اتو ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې او سېلابونو د راوتو اټکل شوی.
د دغې ادارې له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وړاندوینه د بدخشان، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان او ننګرهار ولایتونو لپاره شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ( ۱۵ تر ۲۵ ملي مترو پورې) اټکل شوې ده.
له دې سره بغلان، تخار او بدخشان لا له وړاندې د سختو سېلابونو له امله زیانمن شوي دي.
د طالبانو له‌خوا د خپرو شویو شمېرو له مخې، وروستیو سېلابونو په بغلان ولایت کې پنځوس کسان مړه کړي او تر سلو ډېر بیا ټپیان دي، په تخار ولایت کې ۲۰ کسان مړه او لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې او په بدخشان کې بیا پنځه کسان مړه او دوه نور لادرکه دي؛ خو دغه شمېره د لا ډېرېدو په حال کې ده.

نور خبرونه

رادیو