ملګري ملتونه: په بغلان کې د سېلابونو له کبله تر ۲۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي

AP ۱۴۰۳ غویی ۲۲

په کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو نړیواله اداره وايي، د افغانستان شمال ته په بغلان کې د سیلابونو له امله تر ۲۰۰ زیات کسان مړه شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو د نړیوالې ادارې له قوله زیاتوي، چې په دغو سېلابونو کې زرګونه کورونه هم وېجاړ شوي دي.

په بغلان کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې یوه چارواکي ویلي، د سختو موسمي بارانونو له امله سیلابونه راوتلي، چې د دې ولایت اوسېدونکو ورته هیڅ چمتوالی نه درلود.

د بغلان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس عنایت الله همدرد اې ایف پي خبر اژانس ته ویلي بیړني پرسونل او د طالبانو امنیتي ځواکونو تر "خاورو او خټو لاندې د قربانیانو په لټه دي.

په ټولنیزو رسنیو کې ویډیوګانې ښیې چې سیلابونو کورونه لاندې کړي دي او خلک جسدونه خوندي ځایونو ته لېږدوي.

د بغلان په څنګوري تخار کې هم د سېلابونو له امله د شلو کسانو د مړینې خبر ور کړل شوی دی.

په وروستیو کې په بدخشان، غور، سرپل، هرات، بغلان، فاریاب، تخار، کندوز، جوزجان، کندهار او نورو ولایتونو کې سېلابونو خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
لا تراوسه په افغانسنان کې د بېلابېلو ولایتونو د سېلابونو د تلفاتو په اړه کره شمېره په لاس کې نه شته او سېلاب ځپلي خلک په دې برخه کې د طالبانو له بې غورۍ سرټکوي.

نور خبرونه

رادیو