له کندهاره سیمهایزې سرچینې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، یاده پېښه تېره ورځ د کندهار د ارغستان ولسوالۍ د پوڅې په کلي کې شوې ده.
دغې سرچېنې ویلي، د دوشنبې په ورځ د (غويي ۱۷مه) د دغه ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې درې پیغلې د اوبو په یوه چېک ډیم کې د لامبو وهلو پر مهال ډوبې شوې دي.
د سرچینې له قوله، په یاده پېښه کې دوه پیغلې نجونې په اوبو کې له ډوبېدو وروسته مړې شوې او یوه بله نجلۍ د سیمې د اوسېدونکو له لورې ژغورل شوې ده.
د سیمې اوسېدونکي واي،ي د ژغورل شوې نجلۍ روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.