د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس خبر ورکړی، چې د سالنګونو لویه لار د واورې، سخت توپان له امله چې د دید کچه یې کمه کړې وه، د ځاني تلفاتو او زیانونو د مخنیوي لپاره د ټرافیکو لپاره وتړل شوه.
نوموړي په اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه لویه لار تېره شپه ۸ بجې د ټرافیکو لپاره تړل شوې ده.
د نوموړي په وینا، پر دغې لویې لارې اېسار پاتې ټول موټرونه د سالنګونو د حفظ او مراقبت د پرسونل لهخوا را اېستل شوي دي.
دغه وزارت همدارنګه له خلکو غوښتي، چې تر بلې خبرتیا دې پر دغې لاره له تګ راتګه ډډه وکړي.
دغه لار داسې مهال تړل کېږي، چې همدا تېره ورځ افغانستان انټرنسنل ته د خلکو لهخوا په رالېږل شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي، چې په شمالي سالنګ کې د یوه غره ډبرې راغورځېږي.
هغه مساپر چې دغه ویډیو یې رالېږلې وه وايي، چې د ډبرو راپرېوتل د مساپرو لپاره ډېره خطرناکه بلل کېدای شي.