د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، چې په افغانستان کې له خبري پوښښ ور هاخوا بشري وضعیت خورا بد دی.
دغه بنسټ په اېکس پاڼه کاږلي، پر ښځو او نجونو لګول شویو بندیزونو دوی لا زیانمنې کړې او مرستو ته یې اړې اېستې.
دغه بنسټ په دې برخه کۍ د نړۍوال ملاتړ غوښتنه هم کړې ده.
د طالبان له بیا واکمنېدو راهیسې تر دا مهاله دغې ډلې د ښځو په برخه کې تر سلو ډېر فرمانونه ورکړي، چې له دې سره اوسمهال د تېر پرتله افغان مېرمنې لا محدودې شوې دي.
له دولتي دفترونو نیولې ان تر پارکونو او بازارونو د دوی ونډه په ټولنه کې محدوده شوې ده.
د طالبانو د دغو فرمانونو له کبله ډېریو بهرنیو بنسټونو د خپلو ښځینه کارکوونکو د فعالیت محدودېدو له کبله خپل کارونه هم په ټپه درولي دي.
د بښنې د نړۍوال سازمان په خبره، د ۲۰۲۳کال تر اګست میاشتې پورې د طالبانو لهخوا د زیاتېدونکو محدودیتونو له امله په سلو کې ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانو رسنۍ پرېښې دي.