د هواپوهنې اداره: په ۲۸ولایتونو کې د واورې، باران، تالندې او سېلابونو د راوتو اټکل شوی

AP ۱۴۰۳ غویی ۸

د طالبانو تر واک لاندې د هواپوهنې ادارې په اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې د غویي تر نهمې نېټې په ۲۸ ولایتونو کې د واورې، شړکنده باران، تالندې او سېلابونو د راوتو اټکل شوی دی.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د سالنګونو په ګډون په بدخشان، تخار، کندز، بلخ، سمنګان، بغلان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پروان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، میدان وردک، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، ډایکندي، بامیان، سرپل، زابل، روزګان، کندهار، هلمند او غور ولایتونو کې به د باران کچه ( د ۱۵تر ۵۰) ملي مترو پورې وي.
ورته مهال خبرپاڼه زیاتوي، چې د سالنګونو په ګډون په شمالي، شمال لوېدیځو، سوېل، لوېدیځو، سوېل لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې د سختو بادونو اټکل هم شوی، چې د اټکل کچه یې په بېلابېلو سیمو کې د (۳۰ څخه تر ۸۰) کیلو مټرو په ساعت کې ورسېږي.

نور خبرونه

رادیو