ملګري ملتونه: د مېلیونونو افغان نجونو لپاره افغانستان د هیلو په هدیره بدل شوی

AP ۱۴۰۳ غویی ۶

د ملګرو ملتونو د ښځو برخې د اړیکو او د ټیکنالوژۍ اطلاعاتو په برخه کې د نجونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي:« په داسې حال کې چې نړۍ هڅه کوي، لا ډېرې نجونې دې برخې ته راشي د مېلیونونو افغان نجونو لپاره چې له ښوونځي څخه محرومې دي، افغانستان د هیلو په هدیره بدل شوی.»

د ملګرو ملتونو د ښځو برخې په اېکس پاڼه لیکلي:« نه افغان مېرمنې او نجونې تسلیمېږي او نه هم موږ.»
په دغه لیکنه کې راغلي، چې د ملګرو ملتونو د مېرمنو څانګې کارکوونکې د تعلیم په برخه کې د دوی تر څنګ ولاړې دي.
د نړۍوالو د غوښتنو سره، سره له نږدې درېیو کلونو راهیسې طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونو لپاره د ښوونځیو دروازې تړلې دي.
د نړۍوالو غوښتنو ته دغې ډلې په خپل ځواب کې تل ویلي، چې دا د دوی کورنۍ مسله ده؛ هیڅ یوه هېواد ته اجازه نه ورکوي، چې د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

نور خبرونه

رادیو