د پاکستان د ښځو کرېکټ ملي لوبډلې پخوانۍ کپتانې بسمه معروف نن ناڅاپه له دې لوبې سره مخه ښه وکړه.
د نوموړې له تقاعد هممهاله له ویسټ انډیز څخه په خپل کور کې له درېیو پرلپسې ماتو وروسته د پاکستان د ښځو کرېکټ لوبډلې شورا منحل شوه.
بسمه معروف نن د خپل تقاعد خبر په خپرولو سره خپل اېکس کې لیکلي، چې په کرېکټ کې ۱۷ کلن سفر ورته یوازې سپورت نه بلکې د هیلو پوره کېدو او له محدودیتونو سره د پرمختګ ځای و.
د پاکستان کرېکټ بورډ د بسمه معروف د تقاعد د خبر خپرولو سره ویلي، چې مېرمن معروف لومړنۍ یو ورځنۍ لوبه پر ۲۰۰۶ کال د هند او په ۲۰۰۹ کال کې شل اوره لوبه د ایرلنډ په مقابل کړې وه.
د بورډ د معلوماتو له مخې؛ دې پخوانۍ کپتانې د پاکستان لپاره په ۲۷۶ نړۍوالو لوبو کې ګډون کړی دی.
بسمه معروف د ۳۳ پنځوسیزو په ګډون د ۶۲۶۲ نړۍوالو منډو په جوړولو سره تر بلې هرې پاکستانۍ کرېکټرې د ډېرو منډو ریکارډ خپل کړی دی.
د بسمه معروف دا ناڅاپي تقاعد د ویسټ انډیز د ښځو کرېکټ لوبډلې له خوا په خپل کور کې پاکستانۍ لوبډلې ته له پرلپسې ماتو وروسته دی.
د پاکستان کرېکټ بورډ د خپلې لوبډلې د ناسمو لوبو له امله د ښځو کرېکټ لوبډلې غوراوي کمېټه منحل کړه.
د پاکستان او ویسټ انډیز په سیالیو کې درې پرلپسې لوبې ویسټ انډیز ګټلې او لوبلړۍ یې په خپل نوم کړې ده.