د طالبانو تر کنټرول لاندې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست سبا پنجشنبه د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو او سېلابونو اټکل کړی دی.
د هوا پېژندنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې په هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، خوست، پکتیا، لوګر، غزني، دایکنډي، روزګان، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بغلان، پنجشیر، ننګرهار، کونړ، نورستان، بدخشان او تخار ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو، سېلابونو او تالندې احتمال موجود دی.
په وروستیو اونیو کې سختو ورښتونو په افغانستان کې خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې پېښو ته د رسېدو وزارت ویاند ویلي وو، چې دې سیلابونو کې تر ۱۴۰ ډېر کسان مړه او تر پنځوسو پورې ټپیان شوي دي.