کرن ډېکر: په افغانستان کې د جنسي تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره کار کوو

AP ۱۴۰۳ غویی ۵

د افغانستان لپاره د امریکا غیر مقیم شارژدافیره کرن ډېکر وايي، چې ښځې په هر ځای کې د خوندي ټولنو مستحقې دي او جنسي تاوتریخوالی یوه ناوړه کړنه ده.

د نوموړې تر دې خبرو دوه ورځې وړاندې د امریکا بهرنیو چارو وزارت وویل، چې د طالبانو په بندونو کې ۱۶ مېرمنې مېندوارې شوې دي.

کرن ډېکر دې خبرې ته له اشارې پرته نن چهار شنبه پر خپله اېکس پاڼه د ډېنم د ورځې په مناسبت په پیغام کې لیکلی، چې د حنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي له قربانیانو ملاتړ کوي او ژمنه کوي، چې په افغانستان کې مېرمنو ته د اساسي حقونو د بېرته ور کولو لپاره کار کوي.

نوموړې زیاته کړې: "په افغانستان کې د جنسي تاوتریخوالي د ټولو ډولونو د له منځه وړلو او افغان ښځو ته د هغوی د اساسي بشري حقونو د بېرته راګرځولو لپاره د زدکړو او پوهاوي لوړولو لپاره خپل ټول ځواک په کار اچوم."

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه لیکلي، چې د افغانستان په شمالي ولایتونو؛ جوزجان، فاریاب او سمنګان کې له ۹۰ تنه زنداني مېرمنو ۱۶ تنه یې د طالبانو له جنسي تېري وروسته مېندواره شوې دي.

دغه وزارت زیاته کړې ده، چې طالبانو لږ تر لږه ۴ مېرمنې په سمنګان ولایت کې تر جنسي تېري وروسته اعدام کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل کلنی راپور خپور کړی.

نور خبرونه

رادیو