د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه لیکلي، چې د افغانستان په شمالي ولایتونو؛ جوزجان، فاریاب او سمنګان کې له ۹۰ تنه زنداني مېرمنو څخه ۱۶ تنه یې د طالبانو له جنسي تېري وروسته مېندواره شوې دي.
دغه وزارت زیاته کړې ده، چې طالبانو لږ تر لږه ۴ مېرمنې په سمنګان ولایت کې تر جنسي تېري وروسته اعدام کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل کلنی راپور خپور کړی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هشت صبح ورځپاڼې د راپور په حواله لیکلي، چې د ۲۰۲۳ کال د می میاشتې په ۱۴مه په جوزجان، فاریاب او سمنګان کې د طالبانو د بندخونو ساتونکو پر ښځینه بندیانو جنسي تېری کړی.
د دغه راپور له مخې؛ د افغانستان په شمال کې د طالبانو د ډلې د غړو له خوا د پرله پسې جنسي تېريو له امله ښځينه بنديانې سقط ته اړې شوې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي؛ طالبانو امر کړی، چې د ښځینه بندیانو مېندوارۍ دې په درېیمه او پنځمه میاشت کې پای ته ورسېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې دا هم ویل شوي، چې د طالبانو ډله د جنسي تېري د قربانیانو د ملاتړ لپاره هېڅ سیستم نه لري او په ۲۰۲۳ کې یې د خوندیتوب محدود خدمتونه وړاندې کړي دي.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې تېر کال د طالبانو ډلې ۴۸ ښځې چې د جنسي تېري او ډېرې وینې بهېدو له امله ناروغې شوې وې، د فاریاب، سمنګان او جوزجان روغتونونو ته لېږدولي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه راز په افغانستان کې په ۲۰۲۳ کال کې د ماشومانو د جبري ودونو، د ښځو پر وړاندې د تبعیض، په بدو کې د ماشومانو د ورکړې، روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي او د ناموسي وژنو په اړه هم راپور ورکړی دی.
په دغه راپور کې راغلي، چې په ښاري سیمو کې د واده شویو مېرمنو په منځ کې د امیندوارۍ د مخنیوي کچه ۳۵ سلنه وه، په داسې حال کې چې دا کچه په کلیوالو سیمو کې بیا ۱۹ سلنه وه.
د دغه راپور له مخې؛ په افغانستان کې ښځې د محرم د نه لرلو په صورت کې روغتیايي مرکزونو ته د تلو له ستونزو سره مخ دي.