د ایران د حکومت ویاند وايي، په افغانستان کې وروستي ورښت او د تهران په وروستیو هڅو پسې د هلمند سیند اوبه دغه هېواد ته ورسېدې.
علي بهادري جهرمي نن بیا د نورو ایراني چارواکو په څېر تکرار کړه، چې د بهرنیو چارو وزارت د ټولې حقابې د ترلاسولو لپاره له طالبانو سره اړینې خبرې کوي.
د طالبانو په واکمنېدو پسې ایراني چارواکي بیا بیا د دې ډلې له حکومت د حقابې ترلاسولو غوښتنه او ان کله ګواښونه کوي.
خو په مقابل کې طالبان وايي، چې د وچکالۍ او هلمند سیند کې د اوبو د کمښت له امله ایران ته د دغه سیند اوبه نه رسېږي.
ایران په داسې حال کې د اوسنۍ حقابې د ترلاسولو خبره کوي چې تېره اونۍ له نږدې پنځو کلونو وروسته په لومړي ځل پر هلمند سیند د جوړ کجکي برېښنا بند کاسه ډکه شوه.
له نږدې میاشتې راهیسې په افغانستان کې د ورښت له امله تېرو اونیو کې هم د ایران سیستان بلوچستان ته اوبه رسېدلې وې.